د امریکا په جورجیا ایالت کې د یوه ښوونځي دننه د ډزو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې بریدګر یو ۱۴ کلن زدهکوونکی دی او د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه زدهکوونکي او دوه ښوونکي شامل دي.
له برید وروسته دغه ښوونځی تړل شوی او سیمه هم د پولیسو له لوري کلابنده شوې ده.
بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
د یادونې ده، چې په امریکا کې وخت ناوخت په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي، چې ډېر کله یې لامل نژاد پرستي بلل کېږي.