د افغانستان او پاکستان سوداګریزه ستونزه حل شوې

د افغانستان او پاکستان سوداګریزه ستونزه حل شوې


  • 4 مياشتي دمخه (05/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 107

د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو یو تړون لاسلیک شوی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه تړون له مخې به له افغانستان ۶۰۰ بار وړونکي موټرونه پاکستان ته او له پاکستان ۲۵۰ بار وړونکي موټرونه
افغانستان ته د تګ اجازه ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږو میاشتو لپاره دی او یاد شمېر موټرونه به د دواړو هېوادونو په ټولو ښارونو کې د تګ اجازه ولري.