په روسیه کې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو په اړه د زېلینسکي غوښتنه

په روسیه کې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو په اړه د زېلینسکي غوښتنه


  • 4 مياشتي دمخه (07/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 146

 د اوکرایین جمهور رئیس ولادیمیر زيلېنسکي په جرمني کې په يوه غونډه کې د اوکرایین له پوځي ملاتړو غوښتنه کړې، چې په روسیه کې دننه د هدفونو ویشتلو ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو اجازه ورکړي.
زيلېنسکي دا د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره بللې ده.
نوموړي زیاته کړې، پوتین د روسیې د ځمکې او خلکو پروا نه کوي او سوله نه غواړي.
د یادونې ده، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې دوه کلونه او اووه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د دغې جګړې د پای څرک نه تر سترګو کېږي.  
بلخوا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره چمتوولی ښودلی.
نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي چې که اوکراین یې وغواړي دی روانه جګړه د مذاکراتو له لارې پای رسوي؛ خو منځګړي یې باید چین، هند او برازیل وي.