د سوېس جینیوا ښار نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مې غونډې کوربه دی.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه هم بحث وشي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل څلورم راپور وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه داسې مهال بحث کېږي، چې سرپرست حکومت وایي، په هېواد کې د ټولو وګړو حقوق خوندي دي.