د اخوان المسلمین د بسټګر لمسی د جنسي تيري په تور نېول شوی

د اخوان المسلمین د بسټګر لمسی د جنسي تيري په تور نېول شوی


  • 3 مياشتي دمخه (10/09/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 94

د فرانسې پوليسو د اخوان المسلمین د بنسټګر حسن البنا لمسی د جنسي تېري په تور نېولی دی.

طارق رمضان چې د سویس تابعیت لري، د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي مطالعاتو استاد دی.

د فرانسې پولېسو ادعا کړې چې نوموړي پر دوو ښځو جنسي تېری کړی او یادو ښځو د رمضان پر وړاندې شکایت کړی دی.

د یادونې ده چې په دې اړه لا هم پولیس څېړنې کوي.