کندهار کي د ماهیانو فارمونه ۲۵ سلنه زیات شوي

کندهار کي د ماهیانو فارمونه ۲۵ سلنه زیات شوي


  • 4 مياشتي دمخه (11/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 86

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږ کال په کندهار کې د تېر کال په پرتله د کبانو فارمونه ۲۵ سلنه زیات شوي دي.

 

یاد ریاست نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال په نوموړي ولایت کې د کبانو ۱۸۲ فارمونه فعالیت کوي او اټکل یې کړی، چې سږ کال به ۲۵۰ زره کیلو ګرامه غوښه ورڅخه ترلاسه شي.

 

په خبرپاڼه کې د کبانو فارمونو د شمېر د ډېروالي لامل سږ کال په یاد ولایت کې وروستي اورښتونه یاد شوي دي.

 

بل خوا د یاد ریاست د څارویو د روغتیا امر محمد حامد وايي، راتلونکی کال په پام کې لري؛ ترڅو په یاد ولایت کې په ۱۵ میلیونه افغانۍ د کبانو یوه تولید خونه جوړه کړي او په دغه تولید ځای کې به په یوه میاشت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو کبان تولېدېږي. 

د معلوماتو پر اساس، تېر کال په کندهار کې د کبانو د فارمونو شمېر ۱۵۲ ته رسېدی، چې سږ کال ډېر شوی؛ خو لا هم دا شمېر د یاد ولایت لپاره کافي نه دی او له نورو هېوادونو څخه یاد ولایت ته د کبانو غوښه راواردېږي.