یوه میاشت کې ۴۳ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

یوه میاشت کې ۴۳ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې


  • 4 مياشتي دمخه (12/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 83

د عدلیې وزارت چارواکي وايي، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په تېره صفر المظفر میاشت کې ۴۳ زره او ۲۷۵ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده.

د دغه وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي ویلي، دا ځمکه په کندوز، تخار، سمنګان، غور، جوزجان، لوګر او بادغیس ولایتونو کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون لخوا له غصب څخه راګرځول شوې ده. 

رسولي زیاتوي، چې د دغې ځمکې تر ټولو لویه برخه په کندوز، تخار او بادغیس ولایتونو کې غصب شوې وه او تر یاد شمېر ځمکه تر استرداد وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.

د هغه په وینا، دا مهال د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۷۰۱ زره او  ۵۱۹ زره جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندې ده، چې تر استرداد وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.