د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه ۲۳۹ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
نوموړي کمېسیون پخپل ورځني راپور کې ویلي، چې دا کورنۍ تېره ورځ د کندهار پر سپین بولدک، د ننګرهار پر تورخم او د نېمروز پر ورېښم پل لارو په خپله خوښه یا هم په زوره ایستل سوې دي.
د دغه راپور د معلوماتو له مخې، په یاد شمېر کورنیو کي له ۲۴۴ کورنیو سره مرسته شوې او لسګونه نوري کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو په موخه کورنیو او بهرنیو سازمانونو ته ورپېژندل شوې دي.
دا کډوال داسي مهال راستانه شوي، چې تازه ایراني چارواکو ویلي، له یاد هیواد څخه ټول غیر قانوني افغان کډوال باسي.