په خواشينۍ سره مو له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړ چې د لرې پښتونخوا يوه وتلې څېرې، سياستوال او شاعر ښاغلي اجمل خټک هم له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او په حق ورسېد. الله تعالی دې يې وبښي او هم ورته د اعلی جنتونو غوښتنه کوو.
نوموړی د باچا خان د خدايي خدمتګار يو له مخکښو او نژدې ملګرو څخه وو او په دغه لاره کې يې د وخت د ظالمو حکمرانانو او حکومتونو څخه ډېر تکليفونه او کړاوونه ليدلي ان تر دې چې زندانونه يې هم ګاللي دي. الله دې د خوشال کور نه خالي کوي. باچا خان و خوشالخان زموږ لپاره سترې هستۍ وې.
موږ د هغه له درنې کورنۍ او ټولو دوستانو سره په دغه پېښه کې ځانونه شريک بولو او د تسليت اعلی مراتب ورته وړاندې کوو.
په درنښت
سيدحسين پاچا
د اکسفورډ د استوګنو افغانانو ټولنه
انګليستان