خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د عمان په پلازمينه مسقط کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه د دوی د ډیپلوماټانو لخوا پیل شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل نن پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې په دغه سفارت کې د دوی د ډيپلوماټانو فعالیتونه تېره اوونۍ بېرته په عادي ډول پیل شوي دي.
تکل په دغه بیان کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ څخه مننه کړې او دا کار یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په پراخوالي کې یو مهم ګام بللی دی.
که څه هم تر اوسه سرپرست حکومت په درېیو کلونو کې د اسلامي او ګاونډي هېوادونو په ګډون یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په ځينو هېوادونو کې د دوی ډيپلوماټان فعال دي او د هغو هېوادونو سفیران هم افغانستان کې فعالیت کوي.