۳۸ زره نجوني له منځنیو زده کړو بې برخې شوي

۳۸ زره نجوني له منځنیو زده کړو بې برخې شوي


  • 4 مياشتي دمخه (19/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 70

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسېف خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ۳۸ زره نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه بې برخي شوې دي.

 

دا خبر یونیسیف پرون پر افغانستان د سرپرست حکومت  د درې کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت په یوه بیان کې کړې دي. 

 

د دغه صندوق د بیان له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۲،۳ مېلیونه نجونې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي او له ډلې یې ۳۸ زره سږ کال د شپږم ټولګي په بشپړېدو سره نور له زده کړو محرومې شوې دي. 

 

که څه هم تازه په دې اړه افغان سرپرست حکومت څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې بار- بار یادونه کړې، چې دوی د نجونو د تعلیم خلاف نه دي او زیاتوي، چې د دې مسئلې د حل لپاره وخت ته اړتیا ده.