د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۱۱ کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه د یادي ولسوالۍ په دښت ټوپ سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ټوډي او سراچې د ټکر په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو لخوا د یاد ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.
که څه هم د دغې پېښي د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی رسنیز شوی؛ خو تر دې وړاندې دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ترافیکي قوانینو نه مراعتولو، تېز تګ راتګ او ځینو نورو عواملو له امله رامنځته شوې دي.
دا پداسي حال کې ده، چې تېره اونۍ هم په یاد ولایت کې یوې ترافیکي پېښې د درو کسانو ژوند واخېست او درې تنه نور یې ژوبل کړل.