شاهین: د پخواني نظام چارواکو په الوتکو کې هم ولایتونو ته سفرونه نشول کولای

شاهین: د پخواني نظام چارواکو په الوتکو کې هم ولایتونو ته سفرونه نشول کولای


  • 2 مياشتي دمخه (23/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 125

په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر ویلي، چې د تېر نظام چارواکي په الوتکو کې ولایتونو ته نشول تللی، خو د سرپرست حکومت چارواکي په موټرونو کې سفر کوي. 

 

سهیل شاهین  ولایتونو ته د تېر جمهوري نظام او اوسني سرپرست حکومت د چارواکو د سفرونو پرتلنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اوسني چارواکي بغیر له کومې امنیتي ستونزې له یو ولایت بل ته د موټرونو په واسطه سفر کوي. 

 

شاهین دا وضعیت د ډاډمن امنیت او له اوسني نظام د ولس د ملاتړ ښکارندوی بللی دی.