په میدان وردګ او هرات ولایتونو کي د درېیو جلا، جلا ترافیکو پېښو له امله یو کس وژل شوی او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو پر اساس، لومړۍ دوې پېښي د میدان وردګ د سید آباد ولسوالۍ په ډاګ بغرۍ او لوړې سیمو کې د سراچې او کرولا او فلډر او موټر سایکل د ټکرونو په نتیجه کې رامنځته شوي او له امله يې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست وايي، دا ترافیکي پېښي تېره ورځ د کابل- کندهار پر لویه لاره رامنځته شوي او ټپیان د یاد ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، په هرات کي هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې په لغمان کې د کابل- جلال آباد پر لویه لاره هم د درېيو ترافیکي پېښو له امله ۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.