سرپرست حکومت په بریکس کې د ګډون غوښتنه کړې

سرپرست حکومت په بریکس کې د ګډون غوښتنه کړې


  • 3 مياشتي دمخه (25/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 112

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه  کلیپ کې ویلي، چې سرپرست حکومت په بریکس کنفرانس کې ګډون ته لېواله دی او غواړي په دې غونډه کې له نړیوالو سره د اقتصادي پراختیا په اړه خبرې وکړي. 

 

که څه هم تر اوسه روسیې په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، چې سرپرست حکومت ته په دې غونډه کې بلنه ورکوي او که نه؛ خو روسیه هغه هېواد دی، چې په زیاتره غونډو کې یې سرپرست حکومت ته د ګډون بلنې ورکوي.

 

تر دې مخکي په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر استازي سهیل شاهین هم په یوه لیک کې له مسکو څخه غوښتي و، چې په دې غونډه کې د دوی استازو ته بلنه ورکړي.

ټاکل شوې، چې بریکس  کنفرانس د روان ۲۰۲۴م کال د اکټوبر میاشتي له ۲۲مي بیا تر ۲۴مې نېټې پورې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.