اوچا:  د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو


  • 1 اونۍ دمخه (30/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 43

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښوولې ده.

اوچا په یوه بیان کې ويلي، چې را روان ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

بیان زیاتوي، چې په راتلونکي ژمي کې ډېر اړمن کسان سرپناه، جامو او خوراکي توکو ته اړتيا لري.

دغه بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې د اړتيا وړ بوديجه برابره کړي، څو په راتلونکو درېيو مياشتو کې دغه مرستې اړمنو کسانو ته ورسوي. 

د یادونې ده چې اوچا د روان کال په پیل کې ويلي وو چې په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.