د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله والو کسانو ۷ کارګر وژلي او ۲۰ نور یې تښتولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه ایالت د چارواکو له خولې لیکلي، چې دغو کارګرانو د پنجګور په موسی خېلو سیمو کې په یوه زیربنایي پروژه کې کار کاوه چې د چین له خوا تمویلېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد د شپې پر مهال شوى او وژل شوي او تښتول شوي کسان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د تښتول شویو کسانو لټون دوام لري.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوچ ازادي غوښتونکو په ګډون وسله والې مخالفې ډلې فعاليت لري او وخت نا وخت د دغه هېواد پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.