د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • میرمن کلتوري
  • 1004

په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوه لوی لیکوال ،شاعراوسیاستوال اجمل خټک دمړینې خبر ترلاسه کړ.
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دسترشاعراو ملي مبارزاجمل خټک د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارویانواو ټولو لروبرو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.


د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ