ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۸ کسان مړه شوي

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۸ کسان مړه شوي


  • 1 اونۍ دمخه (01/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 40

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یاد ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې په اوبو کې د کښتې د ډوبېدو له امله د اتو کسانو د مړه کېدو او نهو نورو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

 

یاد دفتر پرون د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه تېره ورځ مازدیګر په کوشکاټونو او سربند سیمه کې رامنځته شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د څلورو کسانو جسدونه موندل شوي او د څلورو نورو لادرکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي. 

په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې دا کښتۍ د تېز باد او  سېلۍ له امله ډوبه شوې او زیاتوي، چې په دې پېښه کې یو سوزکی موټر هم په اوبو کې ډوب شوی دی. 

خبرپاڼه زیاتوي،  چې ژغورل شوي کسان نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.