شپږو میاشتو کې بهر ته د شاوخوا د ۹ میلیونه ډالرو غالۍ صادرې شوي

شپږو میاشتو کې بهر ته د شاوخوا د ۹ میلیونه ډالرو غالۍ صادرې شوي


  • 3 مياشتي دمخه (05/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 126

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلین وايي، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه بهر هېوادونو ته د ۸،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادري شوې دي. 

 

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې دا غالۍ پاکستان، ازبکستان، ترکیې، متحده عربي امارات، ايټالیا، برېټانیا، امریکا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو ته صادري شوې دي. 

 

د افغانستان غالۍ، چې تر ډېره په بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب او ګڼ  شمېر نورو شمالي ولایتونو کې اوبدل کېږي، په نړيواله کچه خورا شهرت لري او د اوبدلو په صنعت کې يې د نارینه وو ترڅنګ ښځي هم په کار کولو  بوختې دي.