نتانیاهو اسرائیلو ته د وسلو د لیږد بندول شرمناک بللي

نتانیاهو اسرائیلو ته د وسلو د لیږد بندول شرمناک بللي


  • 3 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 128

د اسرائیلو لومړي وزیر اسرائیلو ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنې له امله د فرانسې پر ولسمشر سخت انتقاد کړی دی. 

بنیامین نتانیاهو ویلي، دا چې اسرائیل له یو سخت جنګ سره مخامخ دي، نو ټول متمدن هېوادونه باید د اسرائیلو تر څنګ کلک وردېږي. 

نوموړی زیاتوي چې په داسې حال کې هم د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون او یو شمېر نور غربي مشران اسرائیلو ته د وسلو د لېږد د بندېدو غوښتنه کوي، شرم دې وکړي.

نتانیاهو ایران ته په اشارې وایي چې ایا ایران به حزب الله ډلې، حماس غورځنګ، حوثیانو او نورو ایران پلوه ډلو ته د وسلو لېږد بند کړي، البته چې نه!

 

د یادونې ده چې مکرون له فرانس اېنټر سره په مرکې ویلي وو، چې په منځني ختیځ کې له سیاسي حل لارې ملاتړ کوي او په همدې هدف به اسرائیلو ته د وسلو لېږد بند کړي.