د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې

د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې


  • 3 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 64

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.  

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۳۰ پروژې وړاندې شوې وې، چې له ډلې یې ۱۲ منظور، ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او دوو نورو په اړه کمېټې دنده وسپارل شوه، چې هر اړخیزه څېړنه یې وکړي. 

په منظورو شویو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز ولایتونو د پوهنتونونو د لیلیو ودانیو پاتې چارې بشپړول، د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، په بادغیس ولایت کې د قیصار ـ لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو اساسي جوړونه، د حیرتان ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ د رېلي او غیر رېلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د اسلامي امارت له پراختیایي بودیجې تمویلېږي، چې له پیلېدو سره به یې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې شي.