یوه هندي شرکت د هېواد په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

یوه هندي شرکت د هېواد په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې


  • 1 مياشت دمخه (06/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 114

د انفرا سټرکچر پراجکټس په نوم یوه هندي شرکت د افغانستان د اوسپنې، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.      

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد شرکت رئیس سرینواش اکاپیډي د دغه وزارت له سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري سره کتلي دي. 

په دې کتنه کې سرپرست وزیر د دغه شرکت د پانګونې هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.  

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو بهرنیو پانګوالو په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونو ته لېوالتيا ښودلې وه.