فاریاب کې ترافېکي پېښو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

فاریاب کې ترافېکي پېښو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 147

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ژوبل شوي دي. 

د یاد ریاست سرپرست شمس الدین محمدي سمسور نیوز ته وویل، چې دا ترافېکي پېښي تېره ورځ په قیصار او المار ولسوالیو کې د فلانکوچ موټرانو د چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي. 

د محمدي په وینا، د دغو ترافېکي پېښو له جملې څخه د یوې ترافیکې پېښي له امله دوه کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي او د یوې بلې له امله یو نوی زېږېدلی ماشوم وژل شوی او اووه تنه نور ژوبل شوي دي. 

ویل کېږي، چې په ژوبلو شویو کسانو کې ښځې او ماشومانو هم شامل دي او له ډلي یې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. 

دا پداسې حال کې ده چې تېره ورځ په نورستان کې هم د یوې ترافېکي پېښي له امله د اوو کسانو د وژل کېدو او اتو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړل شوی و