د اروزګان د امنیې قومندانۍ مسؤلینو ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو کسانو لخوا دوه تنه په ډزو وېشتل شوي، چې یو یې وژل شوی او یو بل ژوبل دی.
د یادې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني په یوه کلیپ کې ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ په کرنا سیمه کې رامنځته شوې؛ خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.
د اروزګاني په وینا، تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او دوه شکمن کسان یې نیولي دي او لا هم هڅې روانې دي.
دا پداسې حال کې ده، چې شاوخوا ۲۰ ورځي مخکې هم د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی ؤ.