پر حیفا د لبنان د حزبالله ډلې برید کې شاوخوا پنځه اسرائیلي وګړي زخميان شوي دي.
د سي اېن اېن د راپور له مخې د حیفا د رامبام روغتون مسؤلینو ویلي چې پر حیفا پرون ناوخته د حزب الله ډلې په راکټي بریدونو کې څلور نفرو ته رسیدلی زیان د اندېښنې وړ نه ؤ، خو یو بل نفر روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
بلخوا اسرائیلي خبري سرچېنو د حزب الله ډلې د راکټونو د مخنیوي خبر ورکړی دی.
خو د لبنان حزب الله ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې د اسرائیلو یوه نظامي اډه یې په نخښه کړې ده.