د لبنان حکومت وایي د اسرائیلو د برېدونو له امله په تېرو دوو اونیو کې له ۴ لکه زیات نفر له لبنان سوریې ته اوختي دي.
راپور زیاتوي ددغه ۴ لکه نفرو له ډلې یې ۳لکه هغه سوریايي وګړي وو، چې د جګړو له امله لبنان ته اوختي وو، خو اوسنیو جګړو یو ځل بیا سوریې ته پر تګ مجبور کړل.
بلخوا یولک او ۲۰زره لبناني وګړي هم جګړې مجبور کړي، څو خپل هېواد پرېږدي او سوریې ته پناه یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر لبنان د اسرائیلو د ځمکنیو بریدونو له پېل راهیسې لبنان کې جګړو زور اخیستی دی.