میدان وردګ کې ترافیکې پېښي ۵ کسان ژوبل کړي

میدان وردګ کې ترافیکې پېښي ۵ کسان ژوبل کړي


  • 2 مياشتي دمخه (08/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 83

د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافېکي پېښې له امله د پنځو کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی. 

 

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا ترافېکي پېښه تېره شپه په دښت ټوپ سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د دوو کرولا موټرونو د ټکر په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ژوبل شوي کسان د سید آباد ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ یاد کړی دی.

 

که څه هم د دې ترافېکي پېښې لامل نه دی رسنیز شوی؛ خو چارواکو په خبره، دا ډول پېښې زیاتره د موټر چلوونکو  د بې احتیاطۍ، ترافېکي قوانېنو نه مراعتولو، تېز تګ راتګ او  خرابو سړکونو له امله رامنځته کېږي. 

 

دا پداسې حال کې ده، چې تېره شنبه هم په فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوختې وه.