د تېر جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي کرزي له ترکیې سره د افغانستان اړيکې تاریخي بللي او د ترکیې له دولت یې د هر اړخيزو مرستو په پار مننه کړې ده.
نوموړي افغانستان د ټولو ګډ کور بللی او د تلپاتې سولې لپاره یې د ملي تفاهم غوښتنه کړې ده.