د کډوالو چارو وزارت وايي، د عراق له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان بندیان خوشې او ایران ته تر لېږلو وروسته د نیمروز پر ورېښم سرحدي لار هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت پر خپله ویب پاڼه په یوه بیان کې لېکلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول شوي وو او شپږ میاشتې په یاد هېواد کې بندیان وو.
په بیان کې لېکل شوي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د افغانستان د سفارت په وسیله تر رالېږدولو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) ته ورپېژندل شوي دي.