د لبنان د حزب الله ډلې په برېدونو کې ۷۱ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې په حیفا کې د حزب الله ډلې لخوا د اسرائیلو پر یو پوځي مرکز د ډرون برید شوی او له امله یې ۷۱ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا اسرائیلو بیا د خپلو څلورو پوځیانو د وژل کېدو خبره تائید کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ۷ نورو پوځیانو روغتیایي حالت یې نازک دی.