د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، راتلونکې اوونۍ د قزاقستان په الماتا کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو لپاره څلور ورځنی نندارتون جوړېږي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات او محصولات په ۶۷ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د افغان - قزاق په دې نندارتون کې به د سوداګریز اتصال کنفرانس، سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ دوه اړخیزه ناستې هم وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به د اکټوبر په ۱۹مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې دوام وکړي.