قومي لویه جرګه؛ پوځ او ټي ټي پي دې زموږ له خاورې ووځي

قومي لویه جرګه؛ پوځ او ټي ټي پي دې زموږ له خاورې ووځي


  • 3 مياشتي دمخه (14/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 80

په خیبر کې د پښتنو قامي عدالت په نوم لویه جرګه بېګا ناوخته د یوه پرېکړه‌لیک په اعلانولو سره پای ته ورسېده.

د جرګې دغه پرېکړه‌لیک چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ولوست، د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو ته یې وخت ورکړ چې تر دوو میاشتو پورې دې له پښتونخوا ووځي.

د جرګې د پرېکړې له مخې، پر ډیورند فرضي کرښه باید له پاسپورټ او ویزې پرته د ازاد تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي. 

جرګې خبرداری ورکړ، چې که په راتلونکو دوو میاشتو کې دغه پرېکړه عملي نه‌شي جرګه به یې نورې لارې چارې ولټوي.

جرګې د نورو مسائلو ترڅنګ د ورکو شویو او وژل شویو پښتنو لپاره په پاکستان کې دننه او په نړیوالو ستېجونو د عدالت د پیل غوښتنه وکړه.

منظور پښتین د پرېکړه لیک د اعلان په پای کې له ټولو ګډونوالو سره په ګډه لوړه وکړه چې د دغې جرګې د پرېکړې په عملي کولو کې به بشپړه هڅه کوي.

په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه چې د اوکتوبر په ۱۱مه رابلل شوې، د پاکستان حکومت یې د مخنیوي هڅې وکړې؛ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، ټولې ناکامې شوې. 

دغه جرګه په پښتون مېشتو سیمو کې د روانو ناامنیو، جبري لادرکه کېدو او د پښتون مېشتو سیمو د وسایلو د واک د ستونزو او یو شمېر نورو چارو د هوارۍ، او په اړه يې د پرېکړې کولو په موخه رابلل شوې وه.