کندهار کې د ۱۶۹ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نېول شوې

کندهار کې د ۱۶۹ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نېول شوې


  • 3 مياشتي دمخه (14/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 121

د کندهار د سپین بولدک په کمېسارۍ کې د ۱۶۹ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نېول شوې ده.

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې په دغه تاریخي اثارو کې ۱۵۶ تاریخي قلمي او چاپي کتابونه او ۱۳ قلمه فلزي اثار شامل دي.

د یاد ریاست په خبره دغه اثار د کندهار د سپین بولدک په کمېسارۍ کې تر نېول کېدو وروسته ددغه ریاست موزیم ته سپارل شوي دي.

دوی همداراز زیاته کړې چې ددغه اثارو تر تشخیص، ثبت او ترميم وروسته به یاد اثار د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.

دا پداسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د کندهار په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د څو بهرنیو کسانو لخوا د ۱۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نېول شوې وه.