د بې کیفیته تېلو د مخنيوي په اړه د کابېنې ناسته

د بې کیفیته تېلو د مخنيوي په اړه د کابېنې ناسته


  • 2 مياشتي دمخه (15/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 58

هېواد ته د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي په اړه د کابینې غونډه شوې ده.

یاده غونډه چې د رئیس الوزرا په مشرۍ جوړه شوې وه، یو پلاوي ته پکې دنده وسپارل شوه، چې د اقتصادي کمېټې طرحې ته په کتو سره دې هېواد ته د بې کيفیته تېلو د واردولو مخنیوی په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او نتیجه دې یې راتلونکې ناستې کې وړاندې کړي.

یاده ناسته کې د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ هم یو پلاوی ددې لپاره وټاکل شو چې هېواد ته د رېکشا واردات او په ښارونو کې یې ترافیک تنظیم کړي.