له عراقي زندانونو ۳ افغانان خوشې شوي

له عراقي زندانونو ۳ افغانان خوشې شوي


  • 3 مياشتي دمخه (15/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 123

د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د عراق له زندانونو درې تنه افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

 

دغه وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا کسان په دغه هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه درلودلو له امله شپږ میاشتي بندیان وو، چې د یاد هېواد په پلازمينه بغداد کې د افغانستان سفارت په هڅو آزاد او هېواد ته را استول شوي دي. 

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان له ایران څخه تر راتېرېدو وروسته د نیمروز پر ورېښم پل هېواد ته راستانه شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان(I.O.M) ته ورپېژندل شوي دي. 

 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شنبه هم یاد وزارت د عراق له زندانونو څخه د ۲۵ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.