له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نېول شوې

له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نېول شوې


  • 3 مياشتي دمخه (15/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 101

له افغانستان څخه پاکستان ته له وسلو ډک موټر کشف او نېول شوی دی. 

په تورخم بندر کې پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې له افغانستان څخه پاکستان د امریکایي وسلو یو ډک موټر یې کشف او نېولی دی. 

دغه وسلې چې د سبزۍ په یوې لارۍ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې، امریکايي M4، شپني دوربینونه او په زرګونو مرمۍ پکې شاملې وې.

دا وسلې داسې مهال نېول کېږي چې پاکستاني چارواکو مخکې هم ویلي چې په افغانستان کې له امريکا پاتې وسلې پاکستان کې د وسلوالو لاسونو ته رسېدلې دي.

بلخوا سرپرست حکومت تردې وړاندې ویلي وو، چې هیچاته به ددغو وسلو د قاچاق اجازه ور نه کړي.