د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په لغمان کې یې د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت د بدیع اباد زراعتي کانال پرانیسته کړې ده.
د یاد وزارت په وینا دغه کانال ۷ کېلو متره اوږدوالی لري او مصرف یې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې ادارې لخوا ورکول کېږي.
وزارت همداراز زیاتوي چې ددغه کانال په جوړېدو سره به د ۴ زره جریبه ځمکې د اوبه کولو زمینه برابره شي.