پښتین: د افغانانو وژنه ظلم دی

پښتین: د افغانانو وژنه ظلم دی


  • 1 ورځ دمخه (16/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 22

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر افغانانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو برید ظلم بللی دی. 

 

منظور احمد پښتین پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، ایران په فلسطین او لبنان کې د اسرائیلو د ظلم خلاف دي، چې دا ښه خبره ده، خو بلخوا دوی پخپله سلګونه مسلمان افغانان شهیدان کړي او په خبره یې دا ظلم دی. 

 

پشتین زیاتوي چې له اوږدې مودې راهیسې ورته پېښې رامنځته کېږي چې ایراني چارواکي یې باید مخه ونیسي.

 

هغه پر افغانانو غږ کړی چې باید د دغه ډول پېښو پر وړاندې غږ پورته کړي، تر څو غږ یې د ایران تر واکدارانو ورسېږي او  زیاتوي چې ددغه پېښې د ترسره کوونکو پر وړاندې ایراني چارواکي اقدام باید وکړي.