کندهار کې اورلګېدنې ۴۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

کندهار کې اورلګېدنې ۴۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی


  • 3 مياشتي دمخه (16/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 102

د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند په بوش بازار کې د اورلګېدنې له امله د ۴۸ میلیونه او ۲۴۰ افغانۍ په ارزښت زیان اوښتی دی.

 

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې اورلګېدنه نن غرمه مهال رامنځته شوې او د اطفایې مدیریت او ۲۰۵ قول اردو له خوا بېرته مهار شوې ده. 

 

په دغه خبرپاڼه کې که څه هم د دې اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په وینا یې، د دې اورلګېدنې په کنټرول کېدو سره یې د یو نیم میلیارډ افغانیو په ارزښت د نورو مالونو د سوځېدو مخه نېولې ده. 

 

دا په تېرو څو میاشتو کې په کندهار کې څلورمه لوی زیان لرونکې اورلګېدنه ده، چې رامنځ ته کېږي؛ خو د لامل په اړه یې چارواکي څه نه وایي. 

 

بل خوا د باهوټ په نوم په بلوڅ ازادي غوښتونکو پوري اړوندې یوې ایکس پاڼې په یوه بیان کې تر دې وړاندې لېکل شوي وو، چې پاکستان په کندهار کې د اورلګېدنو د رامنځته کولو په موخه یو قطعه ټاکلې چې په دې برخه کې فعالیت کوي؛ خو د کندهار استخباراتو دا هر څه رد کړي او ویلي وو، چې د دوی ځواکونه د هر ډول پېښو د مخنیوي لپاره  چمتو دي.