هېواد ته د چرګو د غوښې واردات بشپړ بند شول

هېواد ته د چرګو د غوښې واردات بشپړ بند شول


  • 14 ساعته دمخه (17/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 10

سرپرست حکومت هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګو د غوښې واردول بند کړل. 

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې هېواد ته یې له بهرنیو هېوادونو د چرګو د غوښې وارادات په بشپړه توګه بند کړي دي.

 

د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ۳۱م زراعتي نندارتون ته پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له برازیل د چرګو واردېدونکې غوښې حلالوالی او ناحلالوالی څرګند نه وو. 

 

عزیزي له بهر د چرګو د غوښې پر واردولو د بندیز بل لامل په کور دننه له داخلي تولیداتو ملاتړ اعلان کړی دی.