د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پېښېدو له زیات امکان خبر ورکړی دی.
هاکان فيدان له ګلوبل ټلويزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پېښېدو امکان ډېر زیات دی او په وینا یې سیمه او ترکیه باید تیار اوسي.
فیدان زیاته کړې، چې هېواد يې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو ملاتړ نه کوي او د ایران پر وړاندې له هیڅ برید به دفاع ونه کړي.
نوموړي همداراز ویلي چې ایران کولای شي له ځان مشروع دفاع وکړي او دا دوی حق دی.