د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۱۵ تنه افغان بندیان آزاد او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
یادې کونسلګرۍ پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې دا کسان د اوسېدو اسنادو نه درلودلو له امله نېول شوي وو او د دوی په هڅو تر څو میاشتو بند وروسته خوشې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چي تېره اونۍ له عراقي زندانونو څخه هم د ۲۸ تنو افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی و.