د هرات د کهسان ولسوالۍ څخه ایران ته د ۵۵۰ سره پسونو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
د هرات ۲۰۷ فاروق قولي اردو پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې پرون یې د اسلام قلعه په سرحدي نقطه کې د کشفي اورګانونو په مرسته ایران ته د ۵۵۰ سره پسونو د قاچاق مخه نېولې ده.
یاده قولي اردو زیاته کړې چې ایران ته ددغه پسونو د قاچاق په تړاو یې دوه تنه نېولي دي.