اروپايي ټولنه د غيرقانوني کډوالو د اېستلو بهیر چټک کوي

اروپايي ټولنه د غيرقانوني کډوالو د اېستلو بهیر چټک کوي


  • 3 مياشتي دمخه (19/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 95

د اروپایې ټولنې غړو هېوادونو د هغو مهاجرینو د اېستلو د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې چې د کډوالۍ غوښتنه یې رد شوې وي. 

د الماني رسنیو له قوله چې د المان صدراعظم اولاف شولټز د سرحداتو پر کنټرول او د غيرقانوني کډوالو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. 

ددغه ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د بروکسل په غونډه کې پر دې توافق کړی چې د اروپا کمېسیون باید د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره نوي قوانین جوړ کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم اروپایي ټولنې د مهاجرینو د مخنيوي په پار فشارونه زیات کړي وو.