په افغانستان کې د کولرا وبا  ۱۷زره ۸۵۶ پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د کولرا وبا ۱۷زره ۸۵۶ پېښې ثبت شوي


  • 1 مياشت دمخه (20/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 104

 

ډبلیو اېچ او ویلي چې د کولرا وبا له امله د مړو شویو شمېر په سېپټمبر میاشت کې څه د پاسه ۵۸۰ تنو ته رسیدلی دی. 

د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې خبر ورکړی، چې د سېپټمبر په میاشت کې په ۱۴ هېوادونو کې د کولرا وبا ۴۷زره ۲۳۴ پېښې ثبت شوې دي. 

یاد سازمان زیاتوي چې په دغه موده کې ددې وبا له امله ۵۸۳ تنه وژل شوي دي. 

د دغه سازمان په وینا چې په افغانستان کې د دغه وبا د پېښو شمېر ۱۷زره ۸۵۶ ته رسېدلی دی.