قزاقستان کې افغان- قزاق ننداتون پرانېستل شوی

قزاقستان کې افغان- قزاق ننداتون پرانېستل شوی


  • 2 مياشتي دمخه (21/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 91

صنعت او سوداګرۍ وزارت د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغان- قزاق درې ورځني نندارتون د پرانېستلو خبر ورکړی دی. 

دغه وزارت نن (دوشنبه) پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې دغه نندارتون د یاد وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د یاد هېواد د لومړي وزیر سیرینګ زومانګرین او د افغانستان د دولتي او خصوصي سکټور لخوا پرانېستل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه نندارتون کې د درو ورځو لپاره په ۷۰ غرفو کې بېلابېل افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه جوړ شوی او تمه ده د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې ناستې هم وشي.