قزاقستان ټاپي پروژې کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې

قزاقستان ټاپي پروژې کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې


  • 2 مياشتي دمخه (23/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 93

قزاقستان د ټاپي ګاز پایپ لاین په پروژه کې ونډې اخېستو ته لېوالتیا ښودلې ده. 

راپورونه ښيي چې په دې تړاو د ترکمنستان او قزاقستان تر منځ بحثونه روان دي، چې د ټاپي په پروژه کې دې قزاقستان ګډون وکړي او کنه. 

دغه پروژه چې د ۸۱۴ کېلو مترو په اوږدوالي له تاجکستان پېل بیا افغانستان او پاکستان څخه د هند تر پولو غځېدلې ده، ټولییز لګښت یې ۱۰ مېلیارده ډالر اټکل شوی ده.

ددې پروژې چارې چې له تاجکستان پېل شوې وې او په یاد هېواد کې یې چارې بشپړې شوي دي.

دغه پروژه هر کال د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز لېږد وړتیا لري.