د سوډان د داخلي جنګ له امله ۱۰۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سوډان کې د داخلي جنګ په دوام د یاد هېواد د روغتیا وزارت په تېرو دوو ورځو کې د ۴۶ عامو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې په دغه موده کې د ۴۴ عام وګړي زخمیان شوي هم دي.
روغتیا وزارت ددغه کسانو د مرګ ژوبلې پړه د چټک ملاتړ پر ځواکونو وراچولې ده، خو لا هم د جګړې هیڅ لوري په دې اړه خپل نظر نه دی شریک کړی.