د موساد مشر قطر ته سفر کوي

د موساد مشر قطر ته سفر کوي


  • 2 مياشتي دمخه (25/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 92

د اسرائیلو د موساد رئیس د حماس په بند کې د بندیانو د خلاصون په پار قطر ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې ډېوېډ بارنا به د یکشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي او هلته به د حماس په بند کې د پاتې بندیانو د راخوشې کېدو په اړه خبرې وکړي. 

دغه مذاکراتو کې به د امریکا د سیا رئیس ویلیام بارنز او د قطر د بهرنیو چارو وزیر 

محمد بن عبدالرحمان آل ثانی هم ګډون وکړي. 

اسرائیلو ویلي چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار تر مړینې وروسته بیا هڅې کوي څو اوربند او خبرواترو ته لار پرانېزي. 

بلخوا د حماس او مصر لوړپوړي پلاوي هم دوه اړخیز بحثونه کړي او د راپورونو له مخې د بحث موضوع یې هم د غزې د اوسني وضعیت مخنیوی او د اوربند پر وړاندې د موجودو خنډونو له منځه وړل وو.